
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د عوامي جمهوريه چين سفير جيانګ زائيډونګ د نهې په ورځ ملاقات كړے او په دې وروستيو كښې ئې د پاكستان د معاشي اصلاحات او پاليسي اقدامات ستائنه وكړه۔ جاري بيان له مخې د چين سفير سره د لوړې كچې پلاوې هم ٶ چې پكښې منسټرز قونصلرز يانګ ګوانګيوان او شو هانګتيان، سيکنډ سيکرټري وانګ چُن، تھرډ سيکرټري ژانګ ډاټوو او اتاشي ليو ليزهن، يانګ ډاپينګ او وانګ جِنګ جيو هم شامل وو۔ د ملاقات په مهال د دواړو ډلو ترمېنځه شريك تجارت او سرمايه كارۍ ته ودې وركولو لپاره ګټورې خبرې وشوې