ايوان كښې د خزانې وزير او دوهم وزير په نشتوالي اعتراض سم نه دے۔ سينيټر اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د خزانې وفاقي وزير او دوهم وزير د سېنېټ او قامي اسمبلۍ خزانې لپاره د قائمه كمېټو په غونډو كښې مصروف دي٬ د خزانې وزارت سينئر افسران د پارلماني غړو د وېناګانو نوټس اخستو لپاره موجود دي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سينيټر شبلي فراز د بجټ بحث په مهال د خزانې وفاقي وزير او وزير مملكت د نشتوالي معامله رامخې ته كړه ٬ د دې په ځواب كښې د قانون وزير ووئيل د خزانې وفاقي وزير او خزانې لپاره وزير مملکت د سېنېټ او قامي اسمبلۍ خزانې لپاره د قائمه كمېټو په غونډو كښې مصروف دي، د خزانې وزارت سينئر افسران د پارلماني غړو د وېناګانو نوټس اخستو لپاره موجود دي، د کابينې د اجتماعي ذمه وارۍ له مخې ځواب وركولو لپاره زه خپله هم په ايوان كښې يم ٬ ځكه د خزانې وزير او وزير مملکت په نشتوالي اعتراض سم نه دے۔ ده ووئيل د خزانې وزارت چارواكي به د غړو لخوا پورته كړو نكات څخه د خزانې وزير خبروي