د پاك پوځ سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر په واشنګټن ډی سی كښې اوورسیز پاکستانی کمیونټی سره خبرې ٬ د سمندر پورې پاكستانيانو د مهم كردار ستائنه

پېنډۍ۔17جون (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو لخوا د پاكستان سفير كېدو په حېث د مهم كردار ستائنه كولو سره په ترسيلات زر ٬ سرمايه كارۍ او نورو څانګو كښې د اعلی كاميابو د لارې د فعال كردار ترسره كولو او د پاكستان معيشت او په نړيواله كچه د پاكستان تشخص په ښه كولو كښې د هغوي د پياوړي رول اعتراف وكړو۔د پاك پوځ سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د امريكا په سركاري دوره دے۔ د دورې په مهال هغه په واشنګټن ډي سي كښې اوورسیز پاکستانی کمیونټی سره خبرې وكړې۔ چیف آف آرمی سټاف سره ملاقات لپاره د جمع شوو سمندر پورې پاكستانيانو لخوا هغه ته تود هركلے ووئيلے شو۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې تارکین وطن د آپرېشن بنیان مرصوص/ معرکه حق په مهال د وسله والو ځواكونو په زړه پورې كاركردګي وستائله په كومه كښې چې هغوي د مړانې او پېشه ورې پوهې څرګندونه وكړه۔ د خبرو په مهال آرمی چیف په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو لخوا د پاكستان سفير كېدو په حېث د مهم كردار ستائنه كولو سره په ترسيلات زر ٬ سرمايه كارۍ او نورو څانګو كښې د اعلی كاميابو د لارې د فعال كردار ترسره كولو او د پاكستان معيشت او په نړيواله كچه د پاكستان تشخص په ښه كولو كښې د هغوي د پياوړي رول اعتراف وكړو۔ سمندر پورې پاكستانيانو آرمي چيف سره خپلې تجربې ګډې كړې او هغه ته يۍ وړاندېزونه وركړل۔ دوئيل په ګډ چېلنجونو قابو موندلو او د همكارۍ ته وده وركولو له د پرله پسې مرستې حاجت په ډاګه كولو سره سمندر پورې پاكستانيانو سره د رابطو په اهميت زور راوړو۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر او سمندر پورې پاكستانيانو يو زيات محفوظ او سوكاله پاكستان لپاره په ګډه د كار كول عزم وكړو۔