
باغ۔17جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د آزاد كشمير دورې په موقع په باغ كښې د ده په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا اهتمام وكړے شو په كومه كښې چې د پاكستان پيپلز ګوند آزاد كشمير لارښود چوهدري رياض ٬ د آزاد كشمير د آئي ټي وزير سردار ضیاء القمر ٬ د بلدياتي ادارو مشرانو ٬ انتظامي چارواكو او د سياسي ګوندونو عهدېدارانو ګډون وكړو۔ د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په دستوره كښې ګډون كوؤنكو سره د خېبر پښتونخوا ګورنر د هېواد په سياسي وضعه ٬ د آپرېشن بنيان المرصوص په كاميابۍ ٬ په خېبر پښتونخوا كښې د امن په وضعه ٬ په آزاد كشمير كښې د پي پي پي په فعاليت او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه كوله۔