
اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د مصر خارجه وزير بدر عبدلطيٰ ساره ټېلي فوني تماس نيولے دے۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د ايران په ضد د اسرائيل د بې دليله جارحيت په تناظر كښې په خراب شوې سيمه ايز صورتحال د تشويش څرګندونه وكړه۔ دوي په منطقه كښې او د دې نه بهر امن او استحكام په ځائ ساتلو لپاره په ګډه د كار كولو د عزم پخلے هم وكړو