په بلوچستان كښې دې د بارډر ټريډ اجازه وركړے شي٬ عثمان باديني

اسلام آباد۔16 جون (اے پي پي) د جر يو آئي ف د قامي اسمبلۍ غړي عثمان باديني وئېلې دي په بلوچستان كښې كه د بارډر ټريډ اجازه وركړې شي نو زمونږ د خلقو به بهر هېوادونو ته د تللو حاجت پاتي نشي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې ده ووئېل د بده مرغه بلوچستان كښې په پولو تجارت بند كړے شوے٬ ده ووئېل په هېواد كښې هر كوچني ته د ژوند په ضروريات بشپړ حق تر لاسه دے٬ دغسې په بلو چستان كښې هم هر مېشته كس ته د هېواد په وسائلو هر ډول حق تر لاسه دے۔ ده ووئېل د سېنډك او ريكوډك منصوبو څخه هم مونږ ته د خپلو حالاتو بدلولو موقه تر لاسه نشوه٬ ده ووئېل زما په سيمه كښې د اوبو او بجلۍ بشمول نور سهوليات نشته ٬ په داسې حالاتو كښې مونږ د دغه لويو منصوبو څخه د هېواد تقدير څنګه بدلولې شوو۔