اسلام آباد۔16جون (اے پي پي)سینیټر فیصل واوډا وئېلې دي په بجټ كښې د كر كېلې پشمول د نورو څانګو ترقۍ له ګامونه اغستل پكار دي ۔ د ګږ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په بجټ بحث كښې ووئېل د كر كېلې بحالۍ ته د پام لرنې ضرورت دے۔ د درآمدات په حقله پالیسۍ جوړولو كښې د کرنسۍ بيعې مستحکمې په ساتلو دې هم غور وكړے شي ۔ ده ووئېل په بجټ كښې د پنشن اغستونكو مسائل دې حل کړے شي ۔پراپرټي ټیکس دې ختم كړے شي، دستاویزي معیشت ته دې پام لرنه وكړې شي۔ د کاروباري كسانو ځورونې په ځائے دې هغوي له تحفظ وركړے شي۔ په دې مهال سینیټرز عطاء الرحمن، دوست محمد خان او مولانا عبدالواسع هم په بحث كښې برخه واغسته۔