
اسلام آباد۔16جون (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي متحده عرب امارات د عصري مينجمنټ نظام د لارې خپل هېواد د پرمختګ كړو هېوادونو په صف كښې اودرولے دے، پاکستان د متحده عرب امارات تجربو څخه استفاده كول غواړي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د متحده عرب امارات د كېبنټ افيئرز فار كمپيټېټونس او نالج اېكسچېنج نائب وزير اے نصر لوتاه په مشرۍ كښې د لوړې كچې پلاوي ملاقات وكړو۔ وزیراعظم په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل د پاک هند تاؤ تريخوالې كمولو كښې متحده عرب امارات مهم كردار ترسره كړو۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان خپله انتظامي ډھانچه ښه كولو له د ډیجیټائزېشن او پېپر لېس اکانومی په څير اقدامات كړي دي٬ دې سره سره فېس لېس کسټم سسټم هم نافذ كړے شوے ٬ ګډ ګورننس له د پاكستان حكومت د متحده عرب امارات تجربو څخه ګټه پورته كول غواړي دغسې چې دا اقدامات لا فعاله كړې شي٬ ده ووئېل متحده عرب امارات د عصري مينجمنټ نظام د لارې خپل هېواد د پرمختګ كړو هېوادونو په صف كښې اودرولے دے، پاکستان د متحده عرب امارات تجربو څخه استفاده كول غواړي۔ د متحده عرب امارات نائب وزير اے نصر ووئيل متحدہ عرب امارات او پاکستان يو بل سره د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې لري۔ ده ووئيل پاكستانۍ كميونټي د عرب امارات په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل پاكستان سره د تجربو او معلومات ګډولو له چمتؤ يوو۔ وروستو وزيراعظم او اے نصر د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د علم ٬ دوه اړخيزه تجربې او لارښودنې ماډلز تبادله كولو سره ووئيل د حكومتي كاركردګۍ په ښه كولو كښې به يو بل سره مرسته كوو۔ د دې مفاهمتي يادښت لاندې په ګډ ګورننس ، پرمختيائي منصوبه بندۍ ٬ د حكومتي څانګې اصلاحات ، د بشري وسائلو پرمختګ ٬ شهري منصوبه بندۍ او د سائنس او ټېكنالوجي په نورو څانګو كښې مرسته شامله ده۔ په ملاقات كښې نائب وزير اعظم اسحاق ډار٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ٬ د تجارت وزير جام كمال خان او خاص مرستيال سيد طارق فاطمي هم موجود وؤ۔