
اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د فتنه الخوارج د پنځو ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د ګل په ورځ دې د كاميابو عملياتو په مهال د 5 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د بهادرۍ ستائنه وكړه٬ دا ترهګر هندي پراکسي دي كوم چې پاکستان لپاره خطر دي۔ دې ووئيل امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ د لعنت خاتمې لپاره كاروائۍ كوي۔ دې ووئيل ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو دے او د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به د فتنه الخوارج په ضد كاروائۍ روانې وي