د هېواد دفاع او په سلامتيا به كومه سودا نه كېږي٬ مونږ د هند د بريد بشپړ ځواب وركړے٬ د هر ډول كورني او بهرني فشار نه غېر به د قامي خپلواكۍ دفاع روانه ساتو۔ سينيټر اسحاق ډار

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د هېواد دفاع او په سلامتيا به كومه سودا نه كېږي٬ مونږ د هند د بريد بشپړ ځواب وركړے او د هر ډول جارحيت به په دې شدت سره ځواب وركولې شي٬ د پاركستان د خارجه پاليسي په اصول او د قامي ګټې په بنياد جوړه ده او مونږ به د هر ډول كورني او بهرني فشار نه غېر د قامي خپلواكۍ دفاع روانه ساتو، د ايران زائرين د سعودي نه وطن ته په ستندو كښې به هر ډول ممكنه مرسته كوٶ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سينيټر اسحاق ډار ووئيل د ښختې ځواب په كاڼي وركولو پوهېږو او په دې وروستيو كښې د دې عملي څرګندونه د يوي دښمن په ضد شوې ده۔ ده ووئيل اسرائيل دا جرات نه لري چې د پاكستان په ضد كاروائي وكړي٬ د پاكستان قام متحد ٶ او تل به وي۔ ده د پاکستان اتومي پروګرام د قام امانت ګرځولو سره ووئيل دا پروګرام د پاكستان اولس په بې شمېره قربانيو وركولو ترلاسه كړے او دا به په هر ډول خوندي ساتلې شي۔ ده ووئيل په هېواد كښې جعلي خبرونه خپرېږي٬ ټولو له پكار دي چې ھغوي د هر څيز خپرولو نه وړاندې د دغې تصديق وكړي٬ ده ووئېل پاکستان يو ذمه وار هېواد دے او په نړيواله كچه ذمه وار كردار لوبوي