د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د مشرف زيدي ملاقات

اسلام آباد 16جون (اے پی پی)د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره مشرف زيدي د ګل په ورځ ملاقات كړیے چې پكښې په اليكټرك وهيكل(اي وي)پالېسۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د صنعت او پېداوار وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د صنعت او پیداوار سېكرټري سيف انجم٬د انجينئرنګ ډوېلپمنټ بورډ سي اي او خدا بخش او ايډېشنل سېكرټري آصف سعيد لغماني هم موجود وو۔د ملاقات په مهال د قامي اليكټرك وهيكل پالېسۍ منظوري٬په نړيوال كچه د دې ودې او په دې څانګه كښې سرمايه كارۍ په امكانات خبرې وشوې۔هارون اختر ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف وژن دے چې تر كال 2030 به د اليكټرك ګاډو پشمول د دوه درېو او څلورو پايو ګاډو ماركېټ شيئر تر 30 فيصد ورسولې شي۔مشرف زيدي د وزيراعظم وژن له مخې اليكټرك وهيكل پالېسي په نړيواله كچه معارفي كولو په اهميت زور راوړو او د پاكستان اي وي صلاحيت په نړيواله كچه ودې له يې د ملاتړ څرګندونه وكړه۔