
اسلام آباد 16جون (اے پی پی)د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير ميا رياض حسين پيرزاده سره د نوموړو تعميراتي او ټېكنالوجي كمپنو كنسورشيم استازو اعلٰی كچ چينائي كاروباري پلاوي د ډونګ كائي انټرنېشنل انويسټمنټ سي اي يائويو په مشرۍ كښې ملاقات كړے۔وياند له مخې په دې موقع د هاؤسنګ اينډ وركس سيكرټري حامد يعقوب شيخ او د وزارت سينئر افسرانو پشمول ايډېشنل سيكرټري٬پاكستان هاؤسنګ اتهارټي فاؤنډېشن(پي ايچ اے ايف)سي اي او او فيډرل ګورنمنټ ايمپائيز هاؤسنګ اتهارټي(ايف جي اي ايچ اے)ډائرېكټر جنرل هم موجود وو۔د ملاقات مقصد د پاكستان هاؤسنګ سيكټر كښې د شريكې مرستې امكانات په خاص توګه د جديد تعميراتي ټېكنالوجي او اعلٰی معيار تعميراتي موادو خپلولو په اړه د اقدامات جاج اخستل وو۔وفاقي وزير ميا رياض حسين پيرزاده د پلاوي هركلے وكړو او د پاك چين دوستۍ قوي اړيكو تذكره يې وكړه۔ده د حكومت تعميراتي څانګه كښې د جدت راوستلو عزم رامخې ته كولو پری فیبریکیټډ او ماډیولر کنسټرکشن ټیکنالوجیز په اهميت زور راوړو كوم چې پائيداري كم لګښت او په تندۍ سره پروژې بشپړول ممكن كوي۔د ايف جي اي ايچ اے ډائرېكټر جنرل او د پي ايچ اے ايف سي اي او د موجوده سرمايه كارۍ موقعو ٬ممكنه شريكو منصوبو او په پبلك پرائيويټ پارټنرشپ تفصيلي پريزنټيشنز وركړو ۔ده د اسلام آباد آئي سي ټي٬كوئټه٬كراچۍ٬پېښور٬ګوادر او د ګلګت بلتسستان پشمول بېلا بېل ستراتيژېك پرمختيائي ځايونو رڼا واچوله۔