
اسلام آباد 16جون (اے پی پی)د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئېلي دي د پاكستان بندرځايونه به سيمه ايزو رابطو ته ودې وركولو سره د مينځنۍ آسيا ټولې منطقې ته اقتصادي لاره وركوي٬د ګوادر بندر ځاے پرمختګ او فعاليت به د هېواد معيشت ته ګټه ورسوي۔د سمندري چارو وزارت بيان له مخې وفاقي ووئېل د د ګوادر بندر ځايونو فعاليت څخه په منطقه كښې نړيوال باور زيات شي بلكه د پاكستان او افغانستان ترمينځه تجارتي اړيكې به لا مستحكمې شي٬ګوادر پورټ په تندۍ سره منطقې لپاره يو مهم تجارتي ګيټ وے جوړيږي٬د دې د لارې به د افغانستان تر نړيوال منډيانو رسنه لا موثر او كم لګښته شي۔وفاقي وزير ووئيل ګوادر بندر ځاے په بشپړه توګه د تجارتي سامان سنبهالولو صلاحيت لري او دلته تجارتي هلو ځلو كښې پرله پسې اضافه كيږي دا وفاقي وزير پاكستان ميري ټائم څانګې ښه٬جديد انفراسټركچر او په منطقه كښې د پاكستان زيات شوي اقتصادي كردار كاميابي وګرځوله۔