د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د رومانيه سفير ډين اسټونيسكو ملاقات ٬ په دوه اړخيزه اړيكو ٬ پارليماني رابطو او سيمه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د رومانيه سفير ډين اسټونيسكو د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ پارليماني رابطو او سيمه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل پاكستان رومانيه سره خپلې په زړه پورې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي كومې چې په شريك باور او احترام اډانه دي۔ سپيكر د پاکستان ۔ رومانیه پارليماني اړيكو لا مستحكمولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دې سره به دوه اړخيزه همغږي او همكاري وده ومومي۔ د ده وېنا وه چې په قامي اسمبلۍ كښې په كال 2013 كښې پاك رومانيه فرېنډ شپ ګروپ جوړ كړے شو كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه پارلیمانی سفارتکارۍ ته ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د رومانيه سفير د رومانيه په اړه د سپيكر د تاثرات ستائنه وكړه۔ سفير ووئيل رومانيه پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او په پارليماني ٬ تعليمي او معاشي څانګو كښې مرستې زياتولو له خوښي لري۔ ده د آئي ټي څانګه كښې پرمختګ لپاره د پاكستاني اقدامات ستائنه وكړه۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د رابطو زياتولو په حاجت زور راوړلو سره سفير ووئيل د پاكستان پارليماني سفارتكاري سيمه ايزه مرسته زياتولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔