قامونه په اتفاق د خېرانۍ وړ پرېكړې كوي او د كاميابو څخه جولۍ ډكوي۔ شهريار افرېدي

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث كښې برخه شهريارآفريدي ووئيل په بجټ كښې د وګړو د مال او ځان حفاظت او د دوي د حقونو تحفظ كېږي٬ بجټ د ډېټا په بنياد جوړېږي خو ولې مونږ لازمي ډېټا نه لرو۔ د ګل په ورځ د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث كښې ده ووئيل قامونه په اتفاق د خېرانۍ وړ پرېكړې كوي او د كاميابو څخه جولۍ ډكوي۔ ده ووئيل بجټ د ډېټا په بنياد جوړېږي خو ولې مونږ لازمي ډېټا نه لرو٬ ده ووئيل اسلامي نظرياتي كونسل د سود په ضد پرېكړه كړې ده٬ د سود په سبب د پاكستان د آبادۍ لويه برخه د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوي٬ ده ووئېل په پي ايس ډي پي كښې كوچنۍ صوبې او ضم شوې ضلعې نظر انداز كړې شوي۔ ده ووئيل قامونه په اتفاق د خېرانۍ وړ پرېكړې كوي او د كاميابو څخه جولۍ ډكوي۔ شهريار افريدي ووئيل اسلامي نړۍ دې بايد د ايران په ضد د اسرائيل يرغل او په غزه كښې د بې ګناه وګړو نسل كشۍ په ضد يو شي۔