اسلامي نړۍ بايد د ايران په ضد د اسرائيل بريد او په غزه كښې د بې ګناه فلسطينيانو نسل كشۍ په ضد متحد شي۔ رياض فتيانه

اسلام آباد۔16جون (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث كښې اپوزيشن غړي رياض فتيانه ووئيل اسلامي نړۍ بايد د ايران په ضد د اسرائيل بريد او په غزه كښې د بې ګناه فلسطينيانو نسل كشۍ په ضد متحد شي۔ د ګل په ورځ د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث كښې ده ووئيل د كماليه پوهنتون جوړولو لپاره دې فنډز وركړے شي٬ په ذكر شوې سيمه كښې د سپورټس کمپليکس او اوبو د منصوبې 65 فيصده كار ترسره شوے اوس كار ولاړ دے دا دې تر سره كړے شي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې اكانومسټ او په پاكستان كښې بېنكرز د خزانې وزير وي٬ په اروپا او لاطيني امريكا كښې په معاشيات كښې پي اېچ ډي كس د خزانې وزير جوړېدو سره د ھغوي معيشت په سم ټرېك كړے۔ ده ووئيل د رېلوے نظام٬ دماغي صحت ته دې پام لرنه وكړې شي٬ په هر تحصيل كښې دې يوتھ سنټر جوړ كړے شي او زرعي ټيوب وېلز له دې په بجلۍ رعايت وركړې شي٬ ده ووئېل په تماكو او كولډډرنګس دې نور ټېكس ولګولے شي۔