د يو ترهګر هېواد او قيادت لخوا پاكستان په ګرے لسټ كښې د اچولو د هڅې په ناكامه كولو حكومت او بلاول بهټو زرداري ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ د اسد عالم نيازي د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث

اسلام آباد۔16جون (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث كښې د پيپلز پارټۍغړي اسد عالم نيازي وئيلي دي د يو ترهګر هېواد او قيادت لخوا پاكستان په ګرے لسټ كښې د اچولو د هڅې په ناكامه كولو حكومت او بلاول بهټو زرداري ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ د موثره سفارت كارۍ په سبب نړۍ د پاكستان موقف تسليم كړے ۔ د ګل په ورځ د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث كښې ده ووئيل بايد آئي اېم اېف سره په خبرو كښې دې د سياسي ګوندونو نمائندګان او اعلٰې وزيران شامل كړے شي٬ اېف بي آر ته د ګرفتارۍ د اختياراتو په پرېكړه دې بايد نظرثاني وكړې شي٬ په سندھ كښې دې د سولرائزيشن پروګرام پېل كړے شي او په سولر پېنلز تجويز كړے 18 فيصد ټېكس دې بېرته واخستلې شي۔ ده ووئيل د پي اېس ډي پي 80 فيصده بجټ يوې خاص سيمې لپاره مختص شوے دا سپېځلېے كول پكار دے٬ ده ووئېل كراچۍ كښې د اوبو منصوبې لپاره دې فنډز بېل كړې شي٬ بجلۍ لپاره دې د پيك اورز او د مېنځني بنياد فارمولا جوړ كړې شي٬ د غنمو د اخستو عمل دې بيا پېل كړېے شي دې سره به كروندګرو ته ګټه ورسي۔