اسلام آباد۔16جون (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث كښې د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي خرم شهزاد نواز وئېلې دي پاك پوځ هند ته په ماتي وركولو د قام سر په وياړ هسك كړے٬ په دې پاك پوځ له مباركي وركوٶ٬ قام هم د پاك پوځ په شا ولاړ ٶ ٬ په دې د قام هم مننه كوٶ۔ د ګل په ورځ د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث كښې ده ووئيل اسلام آباد نوو روغتونونو ته اړتيا لري٬ وزيراعظم د جناح ميډيکل کمپليکس پرانسته كړې هيله لرو چې دا به ډېر زر بشپړ شي٬ د اسلام آباد وګړو لپاره دې صحت كارډ اجراء كړے شي٬٬ په كليوالو سيمو كښې دې نوې تعليمي ادارې خلاصې كړې شي٬ او موجوده بنيادي اډانه دې ښه كړې شي۔