د پنجاب كابينې 27 مه غونډه ٬ د اعلی وزېرې مريم نواز شريف د اولسي خذمت تاريخي پيكج وركولو اعلان

لاهور۔16جون(اے پی پی) د پنجاب اعلی وزېرې مريم نواز شريف په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 27 مه غونډه وشوه په كومه كښې چې د مالي كال 2025-26 بجټ او پرمختيائي منصوبو په اړه مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ اعلی وزېرې مریم نواز شریف غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل پېسه پېسه د اولس امانت دے او مونږ د پاك پروردګار په وړاندې ځواب وركوؤنكي يوو۔ اعلی وزېرې ووئيل حکومت زیرو ټېکس بجټ وړاندې كړے او دا د پنجاب د تاريخ تر ټولو لويې پرمختيائي بجټ دے۔ دې ووئيل د 700 سړكونو جوړولو او پراختيا سره د 12 زره كلوميټره ريكارډ سړكونه به جوړولې شي۔ مریم نواز شریف ووئيل په صوبه كښې 100 نوې اختراعی پروګرامز او 94 نوې پرمختيائي منصوبې پېل كړې شوي۔ د هيلتھ او ايجوكېشن څانګو لپاره د تېر وخت په مقابل كښې زيات بجټ اېښودلے شوے ۔ دې ووئيل د مزدور لږ تر لږ اجرت 40 زره روپۍ ټاكلو تجويز سره د اجرتونو سسټم به ډیجیټلائز كولې شي۔ په غونډه كښې صوبائي وزيرې مریم اورنګزېب او د خزانې صوبائي وزير مجتبی شجاع الرحمن د بجټ او پرمختيائي منصوبو په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔