واكمني فعاله او ذمه واره جوړولو كښې مصنوعي زېركتيا بنيادي كردار لري: د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي حكمراني فعاله او ذمه واره جوړولو كښې مصنوعي زېركتيا بنيادي كردار لري٬ عصري ټېكنالوجي بايد په داسې ډول وكارولې شي چې په پارليماني نظام كښې انقلابي بدلونونه رامخې ته شي۔ د ګل په ورځ سېنېټ كښې د مصنوعی زېركتيا په اړه نالج سېشن ته خپل خطاب كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل زه د اولسي خذمت او سياسي سفر په مهال دې يقين سره پېوست پاتې شوم چې د حكومت سباؤن د عصري ټېكنالوجۍ په خپلولو كښې دے۔ ده ووئيل ډیجیټل ګورننس، په ډېټا اډانه لرونكې فيصله سازي او د اولسي خذمت بهترۍ لپاره مصنوعي زېركتيا كارول اوس ضروري شوې ده۔ ده ووئيل حكمراني فعاله او ذمه واره جوړولو كښې مصنوعي ذهانت بنيادي كردار لري۔ ده ووئيل د اروپائي ائتلاف سفيرې ډاکټر رینا کیونکا، عامر ابراهيم، سی ای او جاز او ګرانو ګډون كوؤنكو ته هركلے وايم ٬ د اروپائي ائتلاف مننه كوم كوم چې پارليماني كاركردګي ښه كولو له مونږ سره پرله پسې مرسته وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن د خصوصي اقدامات او پارليماني پرمختيائي يونټ سلاحكارې ردا قاضي ٬ سېنېټ سېکرټرېټ، مستحکم پارلیمان او پپس ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئېل د پاكستان وزيراعظم په حېث زما حكومت د ټېكنالوجۍ او آئي ټي څانګې ته د سماجي ٬ اقتصادي او نالج او ډيجيټل اكانومي محور په ټوګه خاص پاملرنه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل زما حكومت په وروستو پاتې سيمو كښې آئی ټی انسټیټیوټس جوړ كړل٬ د ټېكنالوجي نړيوالو كمپنيو ته مو د همكارۍ ترغيب وركړو۔ سید یوسف رضا ګيلاني ووئيل سېنېټ د قانون سازۍ جدیدیت پلو مهمه پېش قدمي كړې ده۔ د سېنېټ چیئرمین ووئيل په پارليماني څانګه كښې د مصنوعي ذهانت كارول ضروري دي٬ د ټېكنالوجي څانګې سره لا ژوره همكاري غواړؤ دغه په قامي ګټه كښې جدت راوستلے شي۔