د وزيراعلی په مشرۍ كښې صوبائي كابينې د پنجاب راروان مالي كال بجټ منظوري وركړه

لاهور۔16جون (اے پی پی) د پنجاب وزیراعلی مریم نواز شریف په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 27 مه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د راروان مالي كال 2025-26 بجټ منظوري وركړې شوه۔ د غونډې په مهال وزيراعلی بجټ دستاوېز په باضابطه توګه لاس ليك كړو۔ بجټ له منظورېدو څخه وروستو پنجاب اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو