
پېنډۍ ۔16جون(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې په دوو بېلو كارروائيو كښې د هند پراكسي فتنة الخوارج سره تعلق لرونكې 5 خارجيان وژلي دي۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې امنيتي ځواكونو په انټېلی جنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ د آپرېشن په مهال امنيتي ځواكونو د خوارجو ځاے محاصره كړو او د سختو ډزو څخه وروستو يۍ د خارجي حارث او خارجي بصير په شمول 4 هندي سپانسرډ خوارج ووژل۔ دغسې يو بل آپرېشن په شمالي وزيرستان كښې وكړے شو په كوم كښې چې د ډزو په نتيجه كښې امنيتي ځواكونو يو بل خارجي ووژلو۔ وژلې شوي خارجي څخه وسله ٬ ګوله بارود او چاؤدېدونكي توكي برآمد شول۔ په سيمه كښې د كوم هم خارجي ختمولو له كليئرنس آپرېشن روان دے ولې چې د پاكستان امنيتي ځواكونه هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت ختمولو عزم لري