
اسلام آباد 16جون (اے پی پی)د صحت وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي بلوچستان څخه سږ كال تراوسه كوم كيس نه دې رپورټ شوے٬د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پوليو په ضد اقدامات روان دي۔د صحت وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده كوئټه كښې د پوليو مخ نيوي په اړه د اعلٰی كچ غونډه كښې وكړه ۔قامي او صوبائي كوآرډينيټر د صحت وزير ته صورتحال په اړه بريفنګ وركړو۔سيد مصطفٰی كمال ووئيل وفاقي او صوبائي حكومتونه د پوليو خاتمې لپاره يو دي٬هر ډول منفي رجحانات دې مسترد كړے شي او د ماشومانو ويكسي نيشن دې باوري كړے شي٬د پوليو په ضد ټول قام له به يو موټې كېدل وي٬ د ه ووئېل پوليو وركرز زمونږ اصل اتلان دي۔ده ووئيل قام د پوليو وركرز قربانيو ته سلام كوي٬علماﺀ٬استاذان او مشران دې د پوليو مخ نيوي كمپائن بشپړه مرسته وكړي۔وفاقي وزير ووئيل د پوليو علاج نشته او د كينسر علاج موجود دے٬ماشومانو له د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي لازمي وړكړۍ٬د نړۍ ټول هېوادونه پشمول اسلامي هېوادونه د دې ويكسين د لارې د پوليو څخه پاك شوي ٬پاكستان كښې هم دغه ويكسينيشن استعماليږي كوم چې په نړۍ كښې وركړے كيږي۔ده ووئيل په افغانستان كښې د طالبانو حكومت هم د پوليو كمپائن چلوي٬پوليو وائر تراوسه زمونږ ترمينځه موجود دے٬بې غوري دې ونه كړې شي۔ده ووئيل پوليو ويكسين محفوظ٬موثر او آزموده دے٬ والدين دې باور وكړي٬د ټولنې هر تن دې پوليو كمپائن كښې كردار ادا كړي٬ ده ووئېل د ماشومانو مستقبل ستاسو د نن پريكړې سره تعلق لري ۔ده ووئيل د پوليو خاتمې لپاره به ټولو له يو كېدل وي٬د ټولنې هر تن دې د خوا او شا موجودو ماشومانو ويكسينيشن ذمه داري واخلي٬پوليو وركرز دې خپلو كورونو ته په رابللو خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅكي وركړے شي ۔