
اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف پېښور او شمالي وزيرستان ضلعو كښې د هند ملاتړ لرونكو د فتنه الخوارج پنځو ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د امنيتي ځواكونو د وظيفائي پوهې په سبب به مونږ هېواد څخه د ترهګرۍ د لعنت خاتمه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د انسانيت دښمنان به د بې ګناه او تش لاسي وګړو د ځان او مال خطر سره په مخ كولو سختې سزا سره مخ كېږي٬ د پاكستان حکومت او امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ د بشپړه خاتمې عزم لري۔