
اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) صدر مملکت په خېبر پښتونخوا كښې په دوو بېلو پېښو كښې د هند فراكسي فتنه الخوارج د پنځو ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د كاميابو عملياتو په مهال د 5 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د بهادرۍ ستائنه كولو سره هېواد څخه د فتنة الخوارج د مكمل خاتمې د عزم پخلے كړے۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ د لعنت خاتمې لپاره كاروائۍ كوي۔ صدر مملکت ووئيل ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو دے او د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به د فتنه الخوارج په ضد كاروائۍ روانې وي۔