
اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د پاكستان د لوړې كچې پارليماني پلاوې د اروپائي ائتلاف په پلازمينه برسلز كښې له خپلې دورې كاميابۍ سره بشپړولو څخه وروستو د فرانس ښار سټراس برګ ته ورسېد۔ د پلاوي مشري د ماحولياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير مصدق ملك كوي۔ پخوانۍ خارجه وزيره حنا رباني كھر ٬ د تجارت پخوانے وزير انجینئر خرم دستګیر خان، د سمندري چارو پخوانے وزير سېنېټر سید فېصل علی سبزواری٬ پخوانے خارجه وزير او سفير جلیل عباس جیلانی او پخوانۍ خارجه سېكتره او سفيره تهمینه جنجوعه د پلاوي برخه ده۔ د وزیراعظم شهباز شریف لخوا ټاكلې شوي د لوړې كچې پارليماني پلاوي دورې مقصد هند سره د اوسني تاؤ تريخوالي په اړه د پاكستان دريځ وړاندې كول او د كشمير مسئلې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې حل كول رامخې ته كول دي۔ پارليماني پلاوې به په سټراس برګ كښې د اروپائي پارليمان نائب صدر او دوهمې سپيكرې مس کرسټل شیلډیموس، اروپائي پلاوي ٬ د ډی ساس غړو او د اروپائي پارليمان د خارجه چارو كمېټۍ مشر او د سياسي ګوندونو نورو مهمو لارښودو سره ملاقاتونه كوي۔ په دې ملاقاتونو كښې به پارليماني پلاوې اروپائي چارواكو ته د هند پاكستان مخالف عزائمو ٬ جارحانه اقداماتو ٬ د كشمير مسئلې ٬ ترهګرۍ ٬ د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو او ددې په اثراتو بريفنګ وركوي۔ پلاوې به اروپائي چارواكو ته باور وركوي چې د هند لخوا د آبي وسائلو د وسلې په توګه د كارولو هڅه د منطقې امن او استحكام سختو خطرو سره مخ كولې شي۔