
اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف وئيلي دي چې په پاكستان كښې به داسے تلپاتے او عصري آئي سي ټي نظام تشكيل كړے شي چې ورسره به پاكستان په سيمه كښې د آئي ټي څانګې مركز په توګه رامخے ته شي٬ په پاكستان كښې د آئي ټي څانګې نوو پروګرامونو د لارې دې په ځايي كچه بدلون لپاره ځوانان چمتؤ كړې شي٬ د آئي ټي څانګه كښې دې داسې تربيه او هنر وركړے شي چې ورسره د ځوانانو روزګار باوري كړے شي۔ وزيراعظم ته ووئيلې شؤ چې سږ كال د ګرمۍ موسم په رخصتيانو كښې به 1 لك 46 زره كوچنيانو ته د زده كړو او پېشه ورې تربيې وزارت ٬ د آئي وزارت او هواوے اشتراك سره د آئي ټي تربيه وركولې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې ځوانانو ته د آئي ټي په څانګه كښې د تربيې وركولو او په پاكستان كښې د تربيتي پروګرام اېكو سسټم تشكيل او اجراﺀ حوالې سره د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چیمه، شزہ فاطمه خواجه، د وزيراعظم د يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان، د اېچ اي سي چیئرمېن او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې په پاكستان كښې د آئي ټي څانګې عصري تربيې له د نظام په تشكيل كولو او اجراﺀ تندۍ سره كار روان دے۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې د هواوے مرستې سره تر دې دمه 20 زره زده كوؤنكو هلكانو او انجونو ته د آئي ټي څانګې عصري تربيه وركړې شوې ده او تېر كال پاكستاني زده كوؤنكو هلكانو او انجونو نه يوازې د چين بلكې د ګردې نړۍ په كچه د آئي ټي په درې څانګو كښې اولني درې پوزيشنونه ترلاسه كولو سره د پاكستان نامه روښانه كړه۔ په دې مقابلو كښې ګردې نړۍ څخه 2 لكه كانديدانو ګډون كولو۔ وزيراعظم د دغه كاميابي ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ستائنه وكړه۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د اېچ اي سي او هواوے اشتراك سره به نورو 80 زره زده كوؤنكو ته تربيه وركولې شي۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې د تربيتي پروګرام په بېچلرز پروګرامونو كښې شموليت او د مصنوعي ذهانت پروګرامونو اجراﺀ سره به 3 لكه هلكانو او انجونو زده كوؤنكو ته د آئي ټي څانګې تربيه وركولو هدف ترلاسه شي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې سږ كال د ګرمۍ موسم په رخصتيانو كښې به 1 لك 46 زره كوچنيانو ته د زده كړو او پېشه ورې تربيې وزارت ٬ د آئي وزارت او هواوے اشتراك سره د آئي ټي تربيه وركولې شي۔ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لاندې به ډېر زر 2 زره زده كوؤنكي هلكان او انجونې د عصري كورسونو تربيې د لارې د روزګار قابل جوړولې شي۔ وزيراعظم ټولو اقداماتو له د وخت تعين كولو سره د دې زر تر زره د بشپړولو هدايت كولو سره ووئيل په پاكستان كښې دې د آئي ټي څانګې نوو پروګرامونو د لارې په ځايي كچه بدلون لپاره ځوانان چمتؤ كړې شي٬ د آئي ټي څانګه كښې دې د ځوانانو داسې تربيه وكړې شي او هغوي ته دې داسې هنر وښودلے شي چې ورسره د هغوي روزګارباوري كړے شي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې به داسے تلپاتے او عصري آئي سي ټي نظام تشكيل كړے شي چې ورسره به پاكستان په سيمه كښې د آئي ټي څانګې مركز جوړيدو سره رامخے ته شي۔ وزيراعظم انفارمېشن ته هدايت وكړو چې د ټېكنالوجۍ تربيه سكولونو ٬ كالجونو او پوهنتونونو كښې وركولو له دې اېچ اي سي او نيووټېك آئي ټي وزارت سره په ګډه كار وكړي۔ د ګرمۍ موسم روانو رخصتيانو كښې دې په سمر كېمپس كښې د آئي ټي تربيه باوري كړې شي۔