
اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د متحده عرب امارات د اعلی كچې يو پلاوي د ګل په ورځ دلته په خارجه دفتر كښې ملاقات وكړو۔ د پلاوي مشري د مسابقتي چارو نائب وزير اے ناصر لوطه كوله۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال دوئي د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ مثبتې اړيكې ستائلو سره په ګورننس ٬ اداره جاتي پرمختګ او د پبلك سېكټر اختراع په څانګو كښې د دوه اړخيزه همكارۍ په لا مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وكړه