پاكستان په ډيجيټل معيشت كښې جدت ٬ ريګوليشن او بشپړ پرمختګ لپاره اعلی معيار كښې خوښي لري٬ اورنګزيب

اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي چې پاكستان د ډيجيټل اثاثو په خپلولو ٬ د دې په ترقۍ كښې د ګلوبل ساؤتھ قيادت ٬ په ډيجيټل معيشت كښې جدت ٬ ريګوليشن او ټولشموله پرمختګ لپاره د اعلی معيار په ځايې كولو كښې خوښي لري٬ بټ كوائن ته د پاكستان د خپلواكه پنګو ٬ مالياتي استحكام او د اوږدې مودې ډيجيټل معاشي بدلون د يوې ذريعه په توګه ګورؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كرپټو او بلاك چين وزير مملكت بلال بن ثاقب او د مائيكرو اسټرېټېجي پخواني اېګزېكټو چيئرمېن مائیکل سېلر سره د اعلی كچې غونډې په مهال وكړه۔ د خزانې وزارت لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې وفاقي وزير ووئيل د مائیکل سېلر كمپني په نړۍ كښې د بټ كوائن تر ټولو لوے كارپورېټ هولډر دے۔ د غونډې په مهال په دې خبره وشوه چې بټ كوائن د پاكستان د خپلواكه پنګو ٬ مالياتي استحكام او د اوږدې مودې ډيجيټل معاشي بدلون د يوې ذريعه په توګه څنګه كارول كېدې شي۔ په كال 2020 كښې د بټ كوائن حكمت عملۍ پېل كېدو څخه وروستو كمپنۍ نزدې 5 لکه 82 زره بټ کوائنز(582,000 BTC) ترلاسه كړي كوم چې تر جون 2025 د 62 اربه ډالر ماليت لري۔ د خزانې وزير ووئيل پاكستان د ډيجيټل اثاثو په خپلولو ٬ د دې په ترقۍ كښې د ګلوبل ساؤتھ قيادت ٬ په ډيجيټل معيشت كښې جدت ٬ ريګوليشن او ټولشموله پرمختګ لپاره د اعلی معيار په ځايې كولو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل پاكستان يو تاريخي ګام پورته كړے دے۔ په دې موقعه بلال ثاقب ووئيل د مائیکل سېلر زيرك قيادت په نړۍ كښې بټ كوائن د يوې خپلواكه درجې اثاثې په توګه تشكيل كړے دے۔ هغه وازې په 5 كاله كښې سافټ ویئر فرم 100 ارب ډالر څخه د زيات ماليت كمپنۍ كښې بدل كړے دے۔ ده ووئيل كه په امريكا كښې نجي كسان دا هر څه كولې شي نو پاكستان د يو قام په حېث دا ولے كولے نه شي۔ په موقعه خپلو خبرو كښې مائیکل سېلر د پاكستان د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل پاکستان په نړيوال ډيجيټل معيشت كښې پېشګی او جدت پسندانه دريځ خپل كړے دے ده په پرمختيائي پېشرفت كښې د مشاورت او مرستې پېشكش كولو سره ووئيل پاكستان كښې زيات ذهين او قابل كسان موجود دي۔ سيلر ووئيل بټ کوائن د اوږدې مودې قومي استحكام لپاره تر ټولو مضبوطه اثاثه ده۔