د علي امين وروستے بيان غير مسوؤلانه او پاورنكے دے٬ مونږ له به معاشي او قومي استحكام لپاره يو موټے كيدل وي: انجينئر امير مقام

اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر اميرمقام د خېبر پښتونخوا وزيراعلی وروستے بيان سختۍ سره مسترد كولو سره غېر مسوؤلانه او پارونكے ګرځولے دے۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې اميرمقام ووئيل د وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور بيانونه نه يوازې د هغه د سركاري منصب ناوړه كارول بلكې دا د معصوم كارمندانو ناامنۍ له د پارولو مترادف دي۔ ده پوښتنه وكړه چې يو وزيراعلی عامو وګړو ته د رياست په ضد د وسلې پورته كولو وئيلې شي؟ ده ووئيل دا بيان د وزيراعلی د منصب سپكاوې دې۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د مسلم ليګ نون حكومت هېواد يو وارې بيا د معاشي پرمختګ په لاره روان كړے دے ۔ ده اولس او ټولې سياسي مشرتابه ته اپيل وكړو چې هغوي دې د كركې او تقسيم سياست مسترد كړي او امن ٬ پرمختګ او قامي استحكام لپاره دې يو موټے شي۔