حج څخه وروستو پروازونه روان دي ٬ نور 4,995 حجاج كرام به نن پاكستان ته راورسي

مدینه منورہ ۔15جون (اے پی پی) په مجموعي توګه 11,418 حجاج کرام پاکستان ته بېرته رارسېدلې دي او نور 4,995 به د 20 پروازونو د لارې نن د اتوار په ورځ د مقدس سفر له ادا كولو څخه وروستو پاكستان ته راورسي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند اېم عمر بټ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل په ټولو پروازونو كښې به 6 اسلام آباد او لاهور ٬ 4 كراچۍ ٬ 3 ملتان او 1 كوئټه ته رارسي۔ ده وويل د اتوار په ورځ به د پي آئي اے 8 ٬ د سعودی ایئر لائن 5 ٬ د ایئر بلیو 4 ٬ د ایئر سیال 2 او د سیرین ایئر يو پرواز حجاج كرام راوړلو سره پاكستان ته راورسي۔ ده وئيل په نړيوال فضائي ټرېفك كښې د پېښو ستونزو باوجود د پاكستان حج څخه ورستو فلائټ آپرېشن په ښه ډول روان دے۔ ده حاجيانو صاحبانو ته هدايت وكړو چې هغوي دې د خپل سامان وزن په فضائي ټكټ د درج كړے شوي حد لمخې وساتي۔ دغسې د زيات رش له امله دې سعودي ایئر پورټ ته پرواز څخه 6 نه تر 8 ساعتونو وړاندې ځان ورسوي۔