
لاهور۔15جون(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چیئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي چې ټوله اسلامي نړۍ د اسرائيلي جارحيت په ضد ايران سره ولاړه ده ، نن به ټول امت له يو موټے كېدل وي ٬ د پاك پوځ په ضد ناوړه مهم چلونكي د هېواد خېر خواه نه دي٬ نيتن ياهو او نرېندر مودي د نړۍ تر ټولو لوے ترهګر دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ دلته په پرېس كلب لاهور كښې د سردار اېم خان لغاري په اړه شوي تعزيتي رېفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ طاهر اشرفي ووئيل اسرائیل په ايران ددې سازش لاندې بريد وكړو چې ټوله اسلامي نړۍ به په دوه ډلو كښې تقسيم شي خو د پاك پروردګار په فضل او كرم د هغه دا سازش ناكامه شو۔ نن هم ټوله اسلامي نړۍ يو موټې ده ٬ په ايران د اسرائيلي بريد تر ټولو وړاندې غندنه سعودي عربستان وكړه او ټوله اسلامي نړۍ د اسرائيلي جارحيت په ضد ايران سره ولاړه ده۔ ده ووئيل هندي وزيراعظم نرېندر مودي او اسرائيلي وزيراعظم نېتن ياهو د نړۍ تر ټولو لوے ترهګر دي۔ دوئي په منطقه كښې د امن د لارې تر ټولو لوے خنډان دي۔ ده ووئيل اسلام دښمنه عناصر چې د كومو هېوادونو پوځ كمزورې كړو هلته يۍ د اړي ګړي رامخې ته كولو هڅه وكړه۔ طاهر اشرفي ووئيل د یمن ، لیبیا، لبنان او سوريه حالاتو د ټولو وړاندې دي۔ دغلته اسلام دښمنه عناصرو پوځ او اولس يو بل څخه جدا كولو سره د دغې ځايې دفاعي نظام كمزورې كړو۔ نن پاكستان كښې يو والي ته اړتيا ده۔ دلته هم د پوځ او اولس تقسيمولو سازش روان دے۔ ده ووئيل د پاك پوځ په ضد مهم چلونكي او د دې برخه جوړېدونكي د پاكستان خېر خواه نه دي۔