د پاكستان بلغاريه ته د سفارتي اړيكو په 60 مه كليزه مباركي

اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د خارجه دفتر لخوا د پاكستان او بلغاريه ترمينځه د سفارتي اړيكو 60 مې كليزې په موقعه د بلغاريه مشرتابه او اولس ته د زړه له كومي مباركي وړاندې كړې شوې ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د اتوار په ورځ په يو جاري پرېس ريليز كښې وئيلي شوي دي چې د سفارتي اړيكو د كليزې ورځ د دواړو قامونو ترمينځه په لسيزو د اډانه لرونكې ملګرتيا ثبوت دے۔ دا موقع يادګار جوړولو له د پاكستان او بلغاريه خارجه وزيرانو د خپلو شريكو كاميابو جشن لمانځلو سره د مباركۍ پېغامونو تبادله هم وكړه۔ په پېغامونو كښې د دواړو هېوادونو په ګټه كښې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د پراختيا وركولو په عزم زور راوړلے شو۔