پاكستاني 450 زائرينو لپاره د وتلو لاره آسانه كړې شوه: سينيټر اسحاق ډار

اسلام آباد۔15جون (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان بدلېدونكے سيمه ايز صورتحال په نظر كښې نيولو سره د پاكستاني وګړو خېر ښیګرې او حفاظت لپاره ضروري اقدامات كوي٬ 450 پاكستاني زائرينو لپاره د وتلو لاره آسانه كړې شوه او په ايران كښې مېشته د 154 زده كوؤنكو هلكانو او انجونو د اولني بېچ په خوندي توګه وتلو له انتظامات كولې شي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل په عراق كښې زمونږ سفارتخانه هغه پاكستاني زائريونو سره رابطه كښې ده كوم چې د فضائي پولو د بندش له امله ايسار كړې شوي دي۔ په عراق كښې د هغوي په محفوظ ډول پاتې كېدل او ممكنه راويستل باوري كولو له اقدامات كولې شي۔ په دفتر خارجه كښې کرائسز مېنجمنټ یونټ 24 ساعته كار كوي۔ دې كرائسز مېنجمنټ یونټ سره په فون نمبر 9207887 051 او ای مېل: [email protected] تماس نيولے كېدے شي۔ ده ووئيل په منطقه كښې زمونږ سفارتخانې پاكستاني وګړو او زائرينو لپاره ټولې ضروري هڅې روانې ساتلې دي۔