
اسلام آباد۔15جون (اے پی پی) په بغداد كښې پاكستاني سفارتخانې په عراق كښې مېشته ټولو پاكستاني وګړو ته هدايت كړے دے چې هغوي دې امنيتي صورتحال نظر كښې نيولو سره محتاط پاتې شي ٬ غېر ضروري سفر څخه دې ډډه وكړي ۔ د اتوار په ورځ په بغداد كښې پاكستاني سفارتخانې څخه په جاري كړې شوې اېډوائزري كښې په عراق كښې مېشته ټولو پاكستاني وګړو ته هدايت شوے دے چې هغوي دې خپل نقل وحركت محدود كړي او په كوم هم بېړني حالت كښې مرستې لپاره دې په لاندې وركړې شوو وټس لمبرو رابطه وكړي:
7839800899+964(0)
+964(0)7834950183
+964(0)7834950311