
ریاض۔15جون(اے پی پی) سعودی ولی عهد او وزیراعظم شهزادہ بن سلمان د ایران صدر ډاکټر مسعود بزشکیا سره ټيليفوني تماس نيولے دے۔ د اېس پي اے له مخې د ټېلېفوني تماس په مهال سعودي ولي عهد د اسرائيلي جارحيت غندنه كولو سره په بريدونو كښې د وژل شوو وګړو غمجنيو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل شوو زره روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ولی عهد په ايران د اسرائيلي بريدونو په اړه د خپل مملكت د غندنې دريځ پخلي كولو سره دا د ايران د خپلواكۍ او سلامتيا سبوتاژ كولو هڅه او د نړيوالو قوانينو او اصولو ښكاره خلاف ورزي وګرځوله۔ ده خپل دريځ تكرار كړو چې اسرائيلي بريدونو د ايران جوهري پروګرام سره د اړوند بحران حل لپاره د روانو مذاكراتو ٬ په تاؤ تريخوالي كښې كمي او سفارتي حل ته رسېدو لپاره روانې هڅې ځنډ سره مخ كړې دي۔ دې څخه وړاندې سعودي ولي عهد امريكائي صدر سره په ټېلېفوني خبرو كښې په منځني ختيز كښې سلامتيا ٬ امن او استحكام ترلاسه كولو له په ګډه د هڅو كولو اهميت تكرار كړو۔