د پاكستاني حجاج كرام د راستنيدو لړۍ روانه ده ٬ 11 زره 418 وطن ته رارسيدلي ٬ د نور 4 زره 995 به نن د اتوار په ورځ راورسي: د مذهبي چارو وياند

اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) حجاز مقدس څخه د پاكستاني حجاج كرام د راستنېدو لړۍ روانه ده ٬ تر خالي د جون 14 مې نېټې 11 زره 418 حاجيان صاحبان وطن ته راورسېدل او نن د اتوار په ورځ په 15 جون به د 20 پروازونو د لارې نور 4 زره 995 وطن ته راورسي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند په دې اړه ووئيل چې نن د اتوار په ورځ به اسلام آباد او لاهور ته 6، 6، کراچۍ ته 4، ملتان ته 3 او كوئټه ته يو حج پرواز راورسي۔ د اتوار په ورځ به د پي آئي اے 8، د سعودی ایئرلائن 5، د ایئر بلیو 4، د ایئر سیال 2 او د سیرین ایئر يو پرواز حاجيان صاحبان وطن ته راورسوي۔ وياند ووئيل چې حجاج كرام دې د خپل سامان وزن په فضائي ټكټ د درج كړے شوي حد لمخې وساتي۔ دغسې د زيات رش له امله دې سعودي ایئر پورټ ته پرواز څخه 6 نه تر 8 ساعتونو وړاندې ځان ورسوي۔