د وزيراعظم شهباز شريف ايراني صدر ډاكټر مسعود پیزشکیان سره ټيليفوني خبرې ٬ د ايران په ضد د پارونكي چلند او جارحيت سخته غندنه

لاهور ۔14جون (اے پی پی) وزیر اعظم شیباز شریف د ایران په ضد د اسرائيل د پارونكي چلند او جارحيت سخته غندنه كولو سره دا د سیمې او نړیوال امن او ثبات لپاره یو جدي خطر ګرځولے دے۔ د خالي په ورځ د وزیر اعظم دفتر د رسنیو څانګې لخوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې وزیر اعظم شهباز شریف د خالي په ماښام د اسلامي جمهوریه ایران صدر ډاکټر مسعود پیژشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کښې وویل چې پاکستان ایران سره بشپړه یووالې څرګندوي۔ وزیراعظم په نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغه دې د اسرائيل د جارحانه چلند او غیر قانوني اقداماتو مخنیوي لپاره سمدستي او د باور وړ ګامونه پورته کړي۔ وزیر اعظم وویل چې پاکستان د اسرائیل په بې ځایه او بې دلیله تهاجم د ایران حکومت او ورور ملت سره ولاړ دے۔ ده د ايران په ضد د اسرائيلي بريدونو سخته غندنه وكړه كوم چې د ايران د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا خلاف ورزي ده۔ دغسې دا بريدونه د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوالو قوانينو منافي هم دي۔ ده ووئيل ايران د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكيل 51 لاندې د خپلې دفاع حق لري۔ په بريدونو كښې د قيمتي ځانونو په زيان صدر پیزشکیان سره د زړه له كومي غمرازي ښكاره كولو سره وزيراعظم تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په بېړنۍ غونډه كښې ايران لپاره د پاكستان د ملاتړ ذكر وكړو۔ وزیراعظم د اسرائیل لخوا د مظلوم فلسطيني وګړو په ضد د ظالمانه نسل وژنې او پرله پسې كارروائيو هم غندنه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان په منطقه كښې امن ته د ودې وركولو عزم لري او په دې تناظر كښې خپل كردار ترسره كولو له چمتؤ دے۔ صدر پیزشکیان په دې سخت وخت كښې په خاص توګه په سلامتي كونسل كښې ايران سره په اودرېدو د پاكستان په ملاتړ او يووالي د وزيراعظم مننه وكړه۔ ده ووئيل دا د دواړو هېوادونو ترمينځه د نزدې او ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي۔ ده وزيراعظم اسرائيل سره په روان بحران د ايران نقطه نظر څخه خبر كړو او په نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه په اسلامي هېوادونو يۍ زور راوړو چې هغه دې د خطرو مقابله كولو له په ګډه كار وكړي۔ دواړو لارښودو يو بل سره د نزدې رابطې په لرلو اتفاق هم وكړو۔