
اسلام آباد۔14جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ په ايران د اسرائيلي جارحيت غندنه كولو سره وئيلي دي پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د ايران په حق كښې بشپړ او څرګند دريځ خپل كړو٬ ايران د ملګرو ملتونو د چارټر لاندې د خپلې دفاع حق لري٬ په بجټ كښې تنخواه دارې طبقې له په زړه پورې ريليف وركړے شوے دے ٬ د اېف بي آر د اصلاحاتو په نتيجه كښې د هېواد په تاريخ كښې تر ټولو زيات محصولات جمع كړې شول٬ په خېبر پښتونخوا كښې د زده كړو ٬ روغتيا او ګورننس څانګې پرله پسې تنزل سره مخ دي٬ قامي پرمختګ او معاشي استحكام لپاره به ټولو له د يووالي څرګندونه كول وي دغسې چې پاكستان په پېښو چېلنجونو په فعاله توګه قابو وموندلے شي۔ د خالي په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د خپلو څرګندونو په مهال وفاقي وزير ووئيل د ايران په روانه وضعه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل خصوصي غونډه هم راوبلله په كوم كښې چې پاكستان د اسرائيلي بريد په ضد بشپړ دريځ خپل كړو۔ په ملګرو ملتونو كښې د ايران استازي د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ عطاﺀ تارړ ووئيل د پاكستان او ايران ترمينځه د ورورولۍ اړيكې يو تاريخي پس منظر لري۔ ډاكټر علامه اقبال په ايران كښې لوستلے او منلے شي۔ ده ووئيل وزيراعظم ٬ نائب وزير اعظم او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير چې په كوم ډول دا مقدمه وړاندې كړه د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل نړۍ په منطقه كښې امن ته وده وركولو له د پاكستان كردار تسليموي۔ ده ووئيل د فلسطين تش لاسې مسلمانان پاكستان كله هېر كړې دي او نه به يۍ هېر كړي٬ د دوئي وينه به ځايه نه ځي۔ ده ووئيل فلسطين كاز زمونږ زړونو ته ډېر نزدے دے۔ ده ووئيل زمونږ د خېر ښېګړې تنظيمونه نن هم د فلسطيني اولس مرسته كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د اپوزيشن ځينې نادان عناصر په بهر هېوادونو كښې پاتې كېدو سره پاكستان ته د زيان رسولو هڅې كوي۔ ده ووئيل په سوشل ميډيا د ايران په معامله د پي ټي آئي لخوا كوم دريځ ولې نه دے رامخے ته شوے۔ وفاقی وزیر ووئيل كله چې پي ټي آئي په كال 2022 كښی اقتدار پرېښود نو د ګرانۍ شرح 12 فيصده وه كومه چې اوس 3 فيصد ته راغلې ده٬ ترسيلات زر ريكارډ كچې ته رسېدلې دي۔ ده ووئيل په بجټ كښې تنخواه دارې طبقې ته په زړه پورې ريليف وركړے شوے دے۔ د خېبر پښتونخوا حكومت په بجټ خپلو خبرو كښې ده ووئيل خېبر پښتونخوا حكومت په بجټ كښې اولس ته هېڅ ريليف نه دے وركړے٬ په بجټ كښې كومه انقلابي منصوبه نه ده اعلان كړې شوې٬ دغلته تر نن ورځې لټرېسی رېټ ولے زيات نه شو۔ د دوئي لټرېسی رېټ پنجاب او سندھ څخه كم دے٬ 55 لکه ماشومان سكولونو څخه بهر دي ٬ د روغتيا او زده كړو بد حال دے۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا هم زمونږ زړونو ته دومره نزدېده څومره چې پنجاب خو پي ټي آئي دغلته د اولس وخت ضايع كړې دې۔ وفاقي وزير ووئيل اېف بي آر د هېواد په تاريخ كښې ريكارډ محصولات جمع كړي دي۔ په شوګر انډسټري يۍ 30 فيصد ټېكس زيات كړو۔ ده ووئيل د تماكو په انډسټري كښې به د 600 اربه روپو غلا كېدله۔ ده ووئيل يوازې دوه كمپنۍ ټېكس وركوي۔ ده ووئيل ایف بی آر او د اېف بي آر چيئرمېن ته سلام كوم چې د وزيراعظم د وژن لاندې په كراچي پورټ پ اولني ځل فیس لېس اسېسمنټ نظام رائج كړے شو۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل په بنكونو ونډ فال ټېكس ولګولې شو۔ ده ووئيل د وزيراعظم د ذاتي خوښې له امله 34 نيم اربه روپۍ سركاري خزانې ته بېرته راغلې۔ ده ووئيل آئی اېم اېف هم دا مني چې پاكستان اضافي ټېكسونه ترلاسه كړل۔ وفاقی وزیر ووئيل مخالفې ډلې د بجټ په اړه تر دې دمه كوم د عمل وړ وړاندېزونه نه دي راكړې۔ وفاقی وزیر ووئيل لكه څنګه چې په دفاعي محاذ مونږ يو مونږ موټې پاتې شوو دغسې به په معاشي مېدان كښې هم د يووالي څرګندونه كول وي۔ ده ووئيل تاريخ هغه خلك ياد ساتي كوم چې د وطن تعمير لپاره د خپلې برخې كردار ترسره كوي۔