
اسلام آباد۔14جون(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د ايران صدر ډاکټر مسعود پیزشکیان سره خبرې شوي دي په كومو كښې چې د ايران ورور اولس سره د اسرائيل د وحشيانه جارحيت په ضد د پاكستان د نه بدلېدونكي يووالي څرګندونه شوې ده۔ د خالي په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل د ايران د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د خلاف ورزۍ كلكه غندنه كوو كومه چې د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوال قانون منافي ده۔ ايران د ملګرو ملتونو د چارټر آرټكيل 51 لاندې د خپلې دفاع حق لري۔ وزیر اعظم ووئيل زه د ايران مننه كوم چا چې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې فلسطین،ایران او نورو سيمو كښې په اسرائيلي جارحيت د پاكستان د نه كمزورې كېدونكي او اصولي دريځ ستائنه كړې ده۔ وزیر اعظم ووئيل مونږ په دې خبره موافقه كړی چی نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه اسلامي نړۍ له به يو موټې كېدو سره د دې خلاف ورزيو مخه نيول وي۔