د پارليماني غړو اسرائيل – ايران جنګ ختمولو له په فوري توګه د غونډې رابللو غوښتنه

اسلام آباد۔14جون (اے پی پی) پارليماني غړو په غزه او اوس په ايران د اسرائيل جواز نه لرونكي جارحيت مخنيوي لپاره د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) څخه په فوري توګه د غونډې رابللو غوښتنه كړې ده۔ پارليماني غړو وئيلي دي چې د اسرائیل په ايران بريد ښكاره ترهګري ده۔ دوئي په دې خبره زور راوړو چې ټولو اسلامي هېوادونو له د اسرائيلي جارحيت په ضد د يووالي څرګندونه د وخت مهم ضرورت دے۔ په پارليمنټ هاؤس كښې ميډيا سره خبرو كښی د كشمير پارلیمانی کمېټۍ چیئرمېن قاسم نون ووئيل په ایران اسرائیلی بريد د منطقې د سلامتيا په ضد نړيوال سازش دے د كوم چې مونږ سخته غندنه كوو۔ ده ووئيل اسرائيل غېر قانوني ترهګر رياست دے كومې چې دا بريد كولو سره د منځني ختيز بلكې د نړۍ امن د تباهۍ خلې ته رسولې دې۔ نړيواله ورورولي دې د اسرائيلي جارحيت مخه ونيسي او او اسرائيل او هند دې په خپل جنګي جنون ځواب وركوونكي وګرځوي۔ زرتاج ګل په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د اسلامي نړۍ په ضد د اسرائيلي جارحيت په مخنيوي كښې خپل كردار ترسره كړي۔ دې ووئيل په ايران د اسرائيل بريد د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ اسلامي نړۍ بايد ايران سره يو برابر اودرېږي۔ د پاکستان مسلم لیګ د قامي اسمبلۍ غړې شائسته پروېز ملک په ايران د اسرائيلي بريد غندنه كولو سره ووئيل دا بريد په ګرده اسلامي نړۍ د بريد برابر دے٬ اسلامي نړۍ دا مهال يو موټے كېدو ته اړتيا لري۔ په بريد كښې په شوي ځاني زيان د ايران حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كووو۔ بلخوا او آئي سي هم اسرائيلي بريدونه د ايران د خپلواكۍ او د نړيوال قانون خلاف ورزي ګرځولو سره نړيوالې ورورولۍ او سلامتي كونسل څخه د فوري اقدام غوښتنه كړې ده۔