
اسلام آباد۔14جون (اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې پرېكړه شوې ده چې د حضرت بري امام سركار عرس به د اګست مياشتې 8 مې څخه تر 10 مې نېټې دوام لري۔ د اګست په 7 مه به په مزار د څادر خپرولو دستوره كيږي۔ د خالي په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د حضرت بری امام د مزار مېنجمنټ او ډوېلپمنټ په اړه د قائمه كمېټۍ غونډه وشوه۔ د کمېټۍ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې په 7 اګست 2025 به په مزار د څادر خپرولو دستوره كولې شي او د حضرت بري امام سركار عرس مبارك به د اګست 8 مې او 10 مې نېټې ترمينځه وي۔ نائب وزیراعظم د رېلوے وزير په مشرۍ كښې د يوې ذېلي كمېټۍ جوړولو هدايت وكړو كوم چې د مزار د تعميراتي او بيا رغونې كار نګراني وكړي دغسې چې د دې تقدس او تاريخي حېثيت بحال وساتلے شي۔