
اسلام آباد۔14جون (اے پی پی) نائب وزیراعظم، خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د فټ بال احياﺀ لپاره د حكومت د پوخ عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې فټ بال د قامي يووالي او وياړ ودې له يو مهم جزو دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د فټ بال د سباؤن په اړه د يوې لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د نائب وزیر اعظم آفس لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په غونډه كښې د بېن الصوبائي رابطې وزیر او سېکرټری، اېس اے پی اېم ټو ډی پی اېم آفس او د پاكستان فټ بال فېډرېشن نوې مشرتابه ګډون وكړو۔ په دې موقعه كمېټۍ د فټ بال مهمې بنیادی ډھانچې بيا جوړولو له د سباؤن نظريه وړاندې كړه۔ د غونډې په مهال د فيفا په لارښودنه كښې د فټ بال د بحالۍ پخلې هم وكړې شو۔ سېنېټر اسحاق ډار د غونډې په مهال د فټ بال د احياﺀ ملاتړ لپاره د حكومت د كلك عزم پخلي كولو سره دا د قامي يووالي او وياړ ودې لپاره يو مهم جزو وګرځولو۔