ریاض۔14جون(اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد شهزاد بن سلمان او امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ ترمينځه د جمعې په ورځ ټېلېفوني تماس ونيولے شو۔ د اېس پي اے له مخې د ټېلېفوني تماس په مهال د ايران په ضد د اسرائيل پوځي كارروائيو په شمول د منطقې په وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو لارښودو تحمل څخه د كار اغستلو ٬ د تاؤ تريخوالي كمولو او د ټولو شخړو په سفارتي توګه د حل كولو په اهميت زور راوړو۔ دوئي په منځني ختيز كښې سلامتيا، امن او استحکام ترلاسه كولو له په ګډه د هڅو كولو اهميت هم تكرار كړو۔