سپيكر سردار اياز صادق د زهره ودود فاطمي د مور په مړينه خواشيني اوښودله

اسلام آباد۔14جون(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ غړې زهره ودود فاطمي د مور په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د مور مرګ يو نه ترسره كېدونكے زيان دے۔ د خالي په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښی سپيكر د زهره ودود فاطمي او د هغې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې غمجنې كورنۍ سره يو برابر ولاړ يوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔