د وزيراعظم په باجوړ كښې د مبارك زيب خان په استوګنه راكټ بريد وغندلو

اسلام آباد۔14جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په باجوړ كښې د قامي اسمبلۍ غړي او خاص مرستيال مبارك زيب خان په استوګنه د راكټ بريد سخته غندنه كړې ده۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په بريد كښې د كوم قسم ځاني زيان په نه كېدو د پاك پروردګار شكر ادا كړو۔ وزيراعظم د پېښې فوري پلټنيو كولو او د بريد كوونكو ګرفتارولو هدايت وكړو۔