ځوان افرادي قوت د هيواد قيمتي اثاثه ده٬ ځوانانو له د تعليم ٬ هنر او روزګار غوره موقعې وركولو سره په خپلو پښو اودرول د حكومت لومړۍ ترجيح ده: وزيراعظم شهباز شريف

لاهور۔14جون(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاكستانے ځوان افرادي قوت د هېواد قيمتي اثاثه ده٬ ځوانانو له د تعليم ٬ هنر او روزګار غوره موقعې وركولو سره په خپلو پښو اودرول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ د خالي په ورځ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزير اعظم سره د پرائم منسټر يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال رانا مشهود احمد خان وزيراعظم ته د پرائم منسټر یوتھ پروګرام لاندې د ځوانانو خېر ښېګړې او د دوئي په خپلو پښو اودرولو سره د اړوندو روانو اقداماتو په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ وزیرِاعظم ووئيل پاكستانے ځوان افرادي قوت د هېواد قيمتي اثاثه ده٬ ځوانانو له د تعليم ٬ هنر او روزګار غوره موقعې وركولو سره په خپلو پښو اودرول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ ده هدايت وكړو چې د ځوانانو د كار استعداد زياتولو او دوئي د هېواد د پرمختګ په عمل كښې متحرك همكار جوړولو له دې نورې منصوبې هم پېل كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل ځوانانو له د عصري غوښتنو له مخې د هنر او ټېكنالوجۍ تربيه وركول باوري كوو۔