
اسلام آباد۔14جون (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار فلسطين لپاره د پاكستان د نه كمزورے كيدونكي اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ پخلي كولو سره فلسطيني اولس لپاره د بشري مرستې زياتولو او زده كوونكو لپاره د تعليمي مرستې برابرولو په حاجت زور راوړے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د دې خيالاتو څرګندونه هغه د پاكستان لخوا فلسطيني اولس ته د لېږلې كېدونكي مرستې صورتحال جاج اغستلو له د اعلی كچې يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ نائب وزیراعظم، خارجه وزير د اسرائیل لخوا د بشري حقونو ښكاره خلاف ورزۍ په نتيجه كښې په غزه او لوئيديزه غاړه كښې په ناوړه شوي بشري وضعه د ژورې اندېښنې څرګندونه هم وكړه۔