
اسلام آباد 13جون (اے پی پی) راجه خليق الزمان انصاري د اطلاعات وزارت (د پاكستان حكومت) سندھ لپاره وياند مقرر كړے شوے دے۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت د جمعې په ورځ د راجه خليق الزمان انصاري د تقررۍ نوټيفيكېشن جاري كړې۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ راجه خليق الزمان انصاري د اطلاعات او خپرونو وزارت لپاره د سندھ وياند مقرر كولو منظوري وركړې۔ راجه خليق الزمان انصاري تقررۍ په خاص توګه په اعزازي بنيادونو شوې ده