مالي كال 2025-26 لپاره د خېبر پښتونخوا د 21 کھربه 19 اربه روپو بجټ وړاندې كړې شو

پېښور 13 جون (اے پي پي) مالي كال 2025-26 لپاره د خېبر پښتونخوا 21 کھربه 19 اربه روپۍ فاضل بجټ د جمعې په ورځ صوبائی اسمبلۍ كښې وړاندې كړې شوې ٬ په بجټ كښې د خرڅونو اندازه 1962 اربه روپۍ لګولې شوي ٬ بجټ د خزاني صوبائی وزیر اسمبلۍ كښې وړاندې كړو٬ بجټ دستاویز له مخې صوبائی سرکاری ملازمينو تنخاګانو كښې 10 او پنشن كښې 7 فیصده اضافه شوي ٬ په بجټ كښې وفاق څخه ترلاسه كيدونكي آمدن 1506.929 اربه روپۍ’ د صوبے خپل محصولات 129 اربه روپۍ’ د ضم شده اضلاع په مد كښې د محصولاتو اندازه 292.340 اربه روپۍ’ په بهرنۍ مرسته د چليدونكو منصوبو محصولات اندازه 177.188 اربه روپۍ٬ د وفاقی حکومت په مرسته د روانو منصوبو په اړه د محصولات اندازه 3.293 اربه روپۍ او د نور محصولاتو اندازه 10.250 اربه روپۍ لګولې شوي ٬ بجټ دستاویز له مخې راروان مالي كال لپاره صوبائی حکومت د ملازمينو تنخاګانو لپاره 56.842 اربه روپۍ بېلي كړې شوي٬ د صوبے د بېلو تحصیلونو سرکاری ملازمينو لپاره 46.865 اربه روپۍ بېلي شوېدي دغسې پنشن لپاره 4.670 اربه روپۍ بېلي كړې شوې٬ په مجموعی توګه د بندوبستی ضلعو خرڅونو لپاره 1255 اربه روپۍ دغسې ضم شوي ضلعو خرڅونو لپاره 160 اربه روپۍ بېلي كړې شوې دي٬ د نوي مالي كال په بجټ كښې د حکومت د اعلان له مخې ټوله صوبه كښې كم نه کم مياشتنيز اجرت 36 زره څخه زياتولو سره 40 زره روپۍ ته رسولې شوي۔ د خزاني صوبائی وزیر آفتاب عالم خان بجټ وړاندې كولو سره په خپل تقریر كښې وئيلي چې د روان مالي كال په مهال صوبائی حکومت واجب الادا قرضو كښې په مجموعی توګه 49 اربه روپۍ ادائیګی کړې ، واجب الادا قرضو كښې 18 اربه روپۍ مارك اپ شامل دې۔ آفتاب عالم ووئيل د خېبر پښتونخوا حکومت د تېر مالياتی بجټ 100 اربه روپۍ سر پلس ؤ، وفاقی حکومت ټیکس هدفونو كښې زر اربه روپۍ کمی او د نور عواملو له امله خېبر پښتونخوا ته د هدف څخه کمي روپۍ ترلاسه شوېدي چې له امله ئې د آمدن او خرڅونو اندازي متاثره شوې٬ د خزاني صوبائی وزیر ووئيل راروان مالي كال لپاره د صحت بجټ 232 اربه روپو څخه زياتولو سره 276 اربه روپۍ ته رسولې شوي ٬ بندوبستی ضلعو كښې د صحت کارډ بجټ 28 اربه روپو څخه زياتولو سره 35 اربه روپۍ ته رسولې شي٬ دغسې ضم شوي ضلعو صحت سهولت پروګرام لپاره 6 اربه روپۍ بېلي كړې شوېدي٬ ده ووئيل ابتدائی او ثانوی تعلیم بجټ 327 اربه روپو څخه زياتولو سره 363 اربه روپو ته رسولې شوې ٬ دغسې د اعلیٰ تعلیم بجټ 36 اربه روپو څخه زياتولو سره 50 اربه روپۍ ته رسولې شوې ٬ امن او امان لپاره د راروان كال بجټ كښې 158 اربه روپۍ اېښودلې شوي دي كومي چې د د سږني كال په نسبت 27 فیصده زيات دې٬ د مواصلات او تعمیرات بجټ 70 فیصده څخه زياتولو سره 123 اربه روپو ته رسولې شوېدي ٬ دغسې نورو څانګو لپاره بېلي شويو روپو كښې هم د روان مالي كال په مقابله كښې په زړه پوري اضافه شوي